څومره شيرين  

څومره شيرين څومره معصوم دي دلبر

څومره هوښيارڅومره ماشوم دي دلبر

څه سادګي،څومره حياڅومره نازونه كوي

كله پنهان اوكله ورك كله معلوم دي دلبر

په زړه كي مينه په خوله نورډول ويناوي كوي

ماته روښان ، ستا هرلفظ هم مفهوم دي دلبر

چي ته خپه سې ښايسته سې خوله غنچه سي

صبرمي ستا قرارمي ستا داښكلي نوم دي دلبر

رښتياخبري په درواغوراته وايي  جانان

ټوله رښتيا دي ستاخبري، درواغ كوم دي دلبر

رقيبه زمااودجانان بيلتون لحدته يوسه

دنالان زړه كي يوحسين غوندي توم توم دي دلبر