دادزهروجام كړوماته

ته  زمادخوب تعبيريي

زما دهر اميدتصويريي

ته دميني فلسفه يي

ته زما دزړه ټوټه يي

ته دوړانګوقافله يي

ته نرګس ته شګوفه يي

ته زما دژوند كيسه يي

دسپرلي خوږه وږمه يي

څومره ښكلي يي جانانه

نازولي پرماګرانه

خوله دي ګل خبري ګل كړي

لاله سترګي دي قربان سم

چي پرسترګو خپور سنبل كړي

ستا ليدل زما ځواكمني ده

ستا وفا زما زنده ګي ده

ستا معصوم ماشوم خبري

هم خوږې هم ملغلري

تصوركي مي جانان يي

ته يي روح ته يي روان يي

هم قاتل هم مي دلبريي

ته زما دزړګي سريي

ستا خندا زما حيات دي

ستاژړا زما ممات دي

بي له تانه اكمل نه يم

دژوندون په تكل نه يم

چي دي ووينم ځواكمن سم

وژوندون ته هيله من سم

اوچي كله ته خپه يي

ديوچاڅه په ګيله يي

هغه ورځ پرما قيامت وي

نه مي توان  نه مي طاقت وي

اي زما دزړه قراره

راته ښيه دژوند لاره

داسي نه چي زه ګمراه سم

درڅه ورك سمه جلاسم

رب شاهد دي چي مين يم

انتظارستا دديدن يم

يونظرراباندي وكه

لاس دمين را اوږده كه

كه نه مرم له انتظاره

ګورته ځم پرهغه لاره

چي دوستان دميني تللي

دي خاورواو خاوري كړي

ستازړګي خودپښتون دي

ملمه پاله په ژوندون دي

كه خبرنه يي خبرسه

سترګي پورته كه محشرسه

په دردمنوځان خبركه

پرمظلوم دي يونظركه

وزخمي زړه ته داروسه

پرهاروته نوش داروسه

په خداي كارراڅخه ورك دي

ستامجلس ته مي زړه ډك دي

كه ته زما سوي انقلاب دي

مكمل دژوند كتاب دي

هغه ورځ به نوبهار وي

شقايق اولاله زاروي

دګلونوكاروانونه

ځي به ليري مزلوته

دنشاط اوسرورږوږ به

ځي دغرنولمنوته

راسه زما سه راسه زما سه

داشنا سره اشنا سه

زه دمرګ تر پلي ياريم

ستا دحسن خدمت ګاريم

كه شكمن يي پرمين

راكه دبڼوخنجر

زړه غواړي په قدموكي

كه دسرو وينولښكر

ژوندلمر، مرګي تياره ده

انتها دژوند ترخه ده

راسه ژوند وكړه نشاطه

دا دزهروجام كړو ماته

ته ارام زما دزړګي يي

زماروح زما زندګي يي

لاس په لاس يووصال سي

داوصلت به يومثال سي