عجب سړی وو
دې عجب کسې ته غوږسی زما یارانو
دارښتیادی درواغ نه دی ښوځوانانو
زموږپه کلی که عجب یوچاغ سړی وو
چاغ لاڅه کوې تیارلکه غویی وو
غټ بریتونه کنډی ږیره دایی موډوو
په درواغواوپه باټومدام لوډوو
چی مجلس به ودښځودې اورې وو
بردارناست ودې ټپوس دتاریکې وو
ټول کمال یی وه بریتونه نورډبسه وو
به لم باردبینګۍ دلاندی پسه وو
په ټول ژوندیی کسب کارنه وزدکړی
دمکتب اودتعلېم څه تښتیدلی
پلاراومورورڅخه تنګ وبه وختون
تل مدام یی موراخته وه به غمونو
دې خوشاله پخپل باټودرواغجن وو
یوه چپنه یی صدرۍ په اوږوپلن وو
دخبروپه مزل کی ګړندې وو
دخواریو بی غیرت دنس زمرې وو
دده شناخت به دهرچا پرکورمرګې وو
دې بدلاسی وبدسترګی بدسړی وو
چی دچاکره میلمه به دا سړی وو
تل مدام به په هغه کور انډې وو
داسمان اودجهان بی ګړې خبری
باټی داسی الوتل لکه کوتری
بس هرډول سخت کارونه ده وه کړی
هم جهاد هم خرابات ددارترپړی
چی یوځای به یولوی شخص ودده یاروو
یار لاڅه کوې هم ورورهم یی پلاروو
که مارشال که قومندان که به لوی خان وو
دده خپل ودده یارو دی پرګران وو
دې دټولوهنرونوهنرمندوو
ځانته نه و به څیرسوی چی رشخند وو
دباغ دارسره باغ داریا به تجاروو
دپوهاند سره پوهاندلوی کتابداروو
به عمرو عمروخالی یی وه جیبونه
ورک دکوره په هفتومیاشتوکلونه
هوا داره و دښی ښایستی میرمنی
هیڅ وخت نوسولی په جک دغیرت ستنی
تیارخوره دابینګه رنک بدخونده
دې بخته تیرایستله یوه کونډه
هغه کوڼده لکه وه دمڼو درخته
لول لالاته به نکاح سوله بدبخته
پلاراوموردواړه خبرسول له دی رازه
دلالی دې مختوری کړه خوله وروازه
لولالاخونه جلاکړه وزوم سوی
سهارملاتړی وکارته خوری پیروۍ
سهارونه دی تیریږی پرزوم خان
غټ بریتونه ناست دپلارپردسترخوان
تیرکلونه سول پیدا دده بچان سول
دغټ بریتی به کورګی کی ماشومان سول
پرکورناست په بریتو وهی لاسونه
نه شرمیږی ژوند یی تیربه پیغورنه
اخیرټولووشړی له ځانه لیری
باته نه وه دته هیځ ځای چیری چیری
سترګی یی ښخی کړی دخلګووجیبوته
لومه یی جوړه کړه ددوستانووپیسوته
ځان واچوی بسترکی ویل رنځوریم
دعصابوناجوړی لرم مجبورېم
چی هردوست به سو خبردده په حال
هریوه به دا ویل دادی لو چال
نه ناروغ دی نه رنځورلوی ټکماردی
خدای خبرچی سنجولی چاته چاردی
څوهفتې په ذګروی پروت وبسترکی
اخیرپوه سوچی اثرنسته نشترکی
پرلکړوسو سړی چی زه خوشل سوم
زه دکاراوخواری نه یم کوډ دتل سوم
په زاری وبه ژړا بی تل ویل دا
زما دوستانوکومک وکی چی جوړسم بیا
که می داپلاجوړی پیښی سوې اووزری
که می لیری له لاسو کړی دا لکړی
بیا به وګوری زما کاراوفعا لیتونه
دپیسو به وی باران اوزما جیبونه
په یوه میاشت به ولاړ دوه موټران وی
سره کوټۍ که به خدمت به نوکران وی
دوه زامن به یوه واری زومان کړم
دوی لورګانی به تعلیم به ډاګټران کړم
چی ټول قوم زما دروازه کی سجدووی
لاس اوپشې به کړی رامچ اوبه توبووی
هغه ورځ به لالی ګل داسی لوی خان وی
به صفت به دده ټول خلګ ګویان وی
ای دوستانوچنده ټوله که ښه ډیره
ماته یی راکی دوه درې لکه پیسه ډیره
چی زه وکمه علاج اوروغ رمټ سم
په درواغ ویلو ترپخوا لاغټ سم
خوځوانانودغټ بریتی چال ناکام سو
دبکسواودجیبولوی غل بدنام سو
پرکورکښناستی وځاته په چرتوسو
دکالبوت څخه یی ضمیرپه کوچیدوسو
دغموله لاسی یی مورخوراکی مړه سوه
دې سوخراومیرمنه بانده سپره سوه
وړنوپریښوی دهرچا داوږوبارسو
ټوله قوم په شرمیدی پلاریی بی زار سو
په اخیرکی هغه خونه څلوریاره
دی ، بریتونه اوغچی کوچنۍ هنداره
نه ددین، نه ددنیا، اخیرهلاک سو
په نشوودبدمرغی روږدپه تاریاک سو
دم پردم یی سوې نشې د ظالم خان
درپه دره خاک به سره سرګردان
عمرلنډدبیچاره اخیرنسکورسو
پیښمانه اوبی وس پرخوا دګورسو
ربه ته موساتتندوی دداسی حال سې
بندګی که ستا، نالان څخه خوشال سې
صاحبزاده نالان