معلوليت لرونکی وګړی او بشري حقونه

معلوليت ، معيوبيت څه دي؟

په پيل كي لازمه ګڼم چی د معيوب او معلو ل پر يو لنډ تعريف باندي يو لنډ بحث وكړم!

معيوب له عيب څخه عبارت دئ، خومعلوليت نيمګړ تيا ته ويل كيږي، هغسی نيمګړتيا چی دهغه شخص انسانی کرامت ته ګواښ نه وي.كله چي موږ معلولين وايو ( جسمي نيمګړ تيا ) هغه كسان چي جسمي نيمګړ تيا لري هغوی ته معلول اشخاص ويل كيږي ، معيوبين با يد نه ورته وويل سي، ځكه چي معيوبين يا معيوب عيب يا عيب لرونكو ته ويل كيږي اود معيوب کلمه ېوه ترخه کلمه ده، استعمال ېې معلوليت لرونکى شخص متاثره کوی. تر ټولوغوره خبره خو داده چی زموږ اسلامي فرهنګ هم دا راښودلي دی چی هرشخص په خپل نوم سره بايد ياد سی، ځکه چي د يو شخص بشپړ نوم يادول، هغه شخص ته درنښت دئ اوهغه شخص زموږ په وړاندي عيني عمل کوي. نوم دهرانسان هويت دئ، کله چي د يو شخص هويت له ګواښ سره مخ سي، هغه شخص په هرډول چي وي، له خپل هويت څخه دفاع کوي، موږ که داسی يو شخص پېژنو چي معلوليت لري او د هغه کس نوم هم راته معلوم وی، لازمه دا ده چي په نامه يې را وبولو يا په نامه يې ياد کړو اوخپلو کوچنيانو ته دا ور زده کړو، چی پلانى همسايه مو پلانکی کاکو يا پلانى جان نومېږی چي په دې کار سره به مو هم خپلو کوچنيانو ته ښه تربيه ور زده کړې وي او هم به د نورو انسانی کرامت ته سپکاوی نه وي سوى. زما په اند زه معيوب هغه كس بولم چي انساني ا حساس، پوهه ، زړه سوى ، بشر دوستي ، ورين تندی ، سخاوت ، صداقت ، شرافت، تربيه اوخوږ کلام نه لري. فزيکی معلوليت عيب نه دئ، خو معنوي معيوبيت ډېر لوی عيب دئ .

په نړيوا ل تړون کي د معلول تعريف :

معلولين څوك دي؟

هغه كسان چي يو اوږد مهاله فزيكي، اروايي، فكري او يا احساسي نيمګړتيا لري اوپه ټولنه كي د ډول- ډول خنډونو له وجي د هرډول فعاله اوګټوري برخي اخيستني څخه له نورو سره په برابره توګه مخ ته نسي تللاى.

په تاسف سره باېد وواېو چې په افغانستان كي ډېر معلول اشخاص د جنګ قربا نيان دي، جنګ د ټول بشريت دښمن دئ، جنګ ټول بشري حقونه ځپي، د ټولني ټول معنوي ارزښتونه له منځه وړي او په ټولنه كي دانسانانو تر منځ عقد ې اوبدۍ پاته کوي، لكه څنګه چي موږ په افغا نستان كي د يو مليونو په شا وخوا كي شهيدان وركړيدي، كه څه هم دقيقه مالومه نه ده، خو ويل كېږي چي د يو مليون په شا وخوا كي معلولين لرو، خو له بده مرغه چي دغه ځپل سوي قشر ته هيځ پاملرنه، نه ده سوې. كه څه هم په افغا نستان كي د روغو انسانانو بشري حقونه لا، له ګواښ سره مخ دي، خو د معلولو اشخاصو د بشري حقونوڅخه څنګه چی باېد ملاتړ سوی واى نه دئ سوى. د بېلګي په ډول په افغا نستا ن كي رسنۍد هرې موضوع لپاره تلويزوني اوراډيويي پرګرامونه لري، خو دمعلولينو د حقونو د پراختيا يا درناوي كوم پرګرام نسته. د كلونو په اوږدو كي او اوس مهال هم معلول اشخاص د افغا نستا ن په سطحه له ډېرو بشري ستونزوسره مخ دي، دا ځكه چي د معلو لينو په وړاندي پرتې ستونزي لا نه دي حل سوي او نه چا پاملرنه ورته کړې ده .

د معلولينو په وړاندي د پرتو ستونزو بېلګې به لږ وروسته ذکر کړو. كومه سروې چي د افغا نستان د بشري حقونو د خپلواك كميسون او نورو ارګانو لخوا سوې ده، هغوى دغه ستونزي د معلولينو په وړاندي لوى خنډ ګڼلي دي او د معلولينو دبشري حقونو څخه يې سرغړونه بللې ده .

كومي ستونزي چي معلولين تل ورسره مخ دي دادي:

●د ځينو روغو كسانو له خوا له معلولينو سره بد چال چلند او تعصب كول .

●معلولينو ته په نا منا سبو او ډيرو منفي الفاظو ږغ كول او يا هم په يوه بد نامه بلل.

●بيكاري، د سرپنا نه درلودل.

●دروغتيايي مركزونو نشتوالى.

●د معلولينو لپاره د زدكړي د ځانګړو ښوونځيو يا مركزونو نستوالى، په خاصه توګه، ړندو او کڼو ته.

●نامناسبه مار كيټو نه او تعميرونه ، د واده سا لونونه ، په تاريخي ، علمي سفرونو كي د معلولينو نه شا مليدل ، په غونډو ، مشاعرو ، يا نورو ملي ورځو په لما نځولو كي معلولينوته بلنه نه وركول ......

په عمومي ډول نه سو ويلاى، چي معلول اشخا صو ته دي په رسمي ډول، په دغو پورتنيو پروګرامونو کي بلنه ورکول سوې وي.

د بېلګي په ډول، د واده سا لونونه دومره لوړ يا دومره ټيټ دي چي معلول شخص بلكل نسي كولاى چي هلته ورسي، مثلاً كه يومعلول شخص د ماركېټ څلرم پوړ ته خېژي، ايادا معلول په زينو کي ختلاى سي؟، ناممكنه ده، خو كه په دغه ټولو ځايونو كي د معلولو اشخا صو لپاره هغه مخصوصه لاره جوړه سي(رمپ) چي دا د معلول شخص بشري حق دئ، خوتراوسه چا دې ته پاملرنه نه ده كړې. همدا شان د ډاکترصاحبانو کتنځايونه، خوړنځايونه، درملتونونه، هوټلونه، تفريحي پارکونه، د موټرانو تمځايونه نامنا سبه دولتی اوغيردولتی ودانۍ او......

ډېر لږ به داسي وي، چي معلولو کسانو ته دي د ملي او تاريخي ورځو په لمانځلو كي بلنه وركول سوې وي، دا ټولي هغه ستونزي دي، چي د معلول شخص ټول فزيكي او رواني روغتيا له ګواښ سره مخ كوي اوهرڅونه چی يو شخص له ټولنيزومسايلوڅخه لېری پاته سی، عاطفی ماته خوري او د نورو په وړاندي عقده کوي او په اروايي ناروغيو اخته کېږی، خو دا موږ يو، چي دې ته پام نه كوو، چي معلول شخص له نورو روغو کسانو سره دانسا ني كرامت پربنسټ څه توپير لري؟، هيڅ توپير نه لري، ځكه چي الله (ج) ټول انسا نان برابر پيدا كړي دي اوټول انسا نان برابر انساني حقوق لري، هيڅ انسان پربل يوه په رنګ، پوست، قوم ، ژبه، شتنمۍ، مقام او منصب لوړتيا او مرتبه نه لري. الله (ج) ته هغه څوك نژدې اومحترم دئ، چي تقوا ولري او دبشريت لپاره خدمت وكړي. دغسي چي روغ كسان حق لري چي د ژوند ټولي اسا نتياوي ورته برابري سوي دي، معلول کسان هم دغه ټول حقوق لري، چي بايد ورکړل سي.

ځيني كسان داسي وايي، چي خداى (ج) داسي نيمګړي او معلول اشخا ص د نورو د عبرت لپاره پيدا كړي دي ! چي دا خبره د خداي (ج) پرضد خبره ده، ځكه چي الله ( ج) نعوذ با الله ظا لم خونه دئ چي د نورو لپاره ننداره جوړه كړي. معلول اشخاص د ميني، لارښووني او لاسنيوني لپاره الله پاك پيدا كړي دي، چي موږ روغ انسانان خپله انساني او اسلامي دنده سرته ورسوو، ځكه الله (ج) په قران كريم كي انسان ته دخپل خليفه لقب وركړى دئ، پر روغو انسانا نوباندي د نورو پاتو كسانوسره مرسته او خواخوږي شرعي او انساني دنده ده. كه په هره ټولنه كي د هغه ټولني د وګړو ترمنځ د زړه سوي، مرستي او مهر بانۍ قا نون پلى نه سي، هغه ټولنه به يوه نېكمرغه ټولنه، نه وي لکه اوس چی زموږ افغانی ټولنه ده، داسلام د سپېڅلي دين له نظره لاسنيوى، مرسته او لارښوونه څومره حكمتونه لري، له هر هغه عمل څخه چي د اسلام سپېڅلي دين موږ منع كړي يو په هغه كي هم زموږ، هم دالله پاك دنورو بندګانو خير دئ، چي بشري قا نون هم دغه غواړي كه موږ روغ انسا نان په رښتيا سره خپل د هيواد د معلولو اشخا صو حقونو ته پا ملرنه وكړو، نودا به جوته سي چي معلول کسان به خپل بشري حقونه لاس ته راوړي اوپه ټولنه كي به د ټولو بدمرغيو مخه ونيوله سي چي په دې اړه دبشری حقونو دنړېوالی اعلاميې د يو څو مادو ذکر کول وړ بولم .

د بشري حقونو نړيوا له اعلاميه

په (۱۹۴۸) ميلاد ي كا ل كي دد سا مبر(۱۰) مه چي (۱۳۲۷) لمريزكا ل د(۹/۱۹) سره برابره ده، د ملګرو ملتونو سا زما ن د عمومي غونډ ي مصوبه

۱ ماده : ټول ا نسانان آزاد نړي ته راځي او دحقونو او حيثيت له پلوه سره برابر دي. ټول د عقل او وجدان درلودونكي دي او بايد يو له بل سره د ورورګلوۍ په روحيه چلندوكړي.

۲ماده : هرڅوك كولاى سي، چي له هرډول توپير پرته په ځانګړي ډول د توكم ، رنګ، جنس، ژبي، مذهب، سياسي عقيدې، او هره بله عقيده، شتمني ، زېږېدنه يا د هرموقف د په نظر کي نيولو پرته دهغو ټولو حقونو او ازاديو څخه ګټه واخلي، چي پدې اعلاميه كي يې يادونه سوې ده .

سربېره پر دې له هيچا سره به د هغه د ملك يا سيمي د سياسي ، اداري ، قضايي يا نړيوال موقف پر بنسټ تبعيض ونه سي ، كه څه هم هغه ملك يا سيمه چي شخص ور پوري تړلى وي خپلواك، ترلاس لاندي ، غيرمختار يا يې حا كميت په يو ډول محدود وي.

۳ ماده : هرڅوك د ژوند، آزادۍ او شخصي امنيت حقوق لري.

۴ ماده: هيڅوك نه سي كولاى، چي انسان په مرييتوب وساتي او په هره بڼه دمرييتوب په ډول پيرودل منع دي .

۵ ماده: هرڅوك حق لري چي هر چېري وي، دهغه حقوق او شخصيت دقانون په وړاندي د يو ه انسان په څيروپيژندل شي. له بدمرغه د دغسی حقونو رعاېت او منل زموږ په هېواد کي لږ تر سترګو کېږی چی پا ېله ېې په هېواد کی دغه ټوله بدمرغۍ دي، چی زه هم ستړی ته هم ستړی.

په همدې اساس د بشري حقونو داسلامی اعلاميې د لومړۍ مادې ذکر.

دبشر د حقونو اسلامي اعلاميه

په (۱۴۱۱ ) قمري كا ل كي دمحرم الحرام په (۱۲)مه چي د(۱۹۹۰) ميلادي كا ل د آ ګست(۵) مه او د(۱۳۶۹) لمريزكا ل دآسد يا زمري ( ۱۵) مي سره برابره ده تصوب سويده.

۱ماده : الف، بشر په مجموع كي يوه كورنۍ ده چي دخداي (ج) بندګۍ او د ادم (ع) اولادونو هغوى سره يو ځاي كړي دي اوټول خلک په انساني شرافت، تكليف، او مسووليت كي پرته له هرډول تبعيض، دنژاد، رنګ ، ژبي،جنس، دين ، سياسي اجتماعي اړوند وضعي له مخي سره برابر دي د دې تر څنګ صحيحه عقيده يوازينى تضمين دئ چي د انساني ودي له لاري د دغه شرافت پرمختګ را منځته كوي (انسانان ټول دخداي (ج) مخلوق او دحضرت ادم (ع) اولاده ګڼل كيږي چي له همدې كبله ټوله بشري ټولنه ديوې كورنۍ غړي دي.

له همدې كبله د بشري ټولني ټول وګړي له توپيراو تبعيض پرته د انساني شرافت درلودونكي دي ټول د خداى (ج) په وړاندي ديو ډول مسووليت او تكليفونو لرونكي دي او پرته دجنس يعني نر او ښځي، نژاد،تور،ژړ، سور او يا سياسي اړيكو اجتماعي وضعي له مخي سره برابر دي . او همدارنګه دصحيحي عقيدې لرل دپاكۍ ، صداقت او شرا فت د پرمختګ لپاره يوازنۍ تضمينوونكې لاره ده چي دانسان د تكا مل په برخه كي اغيزناکه ګڼل كيږي.

(ب) ټول مخلو قات د خداى (ج) د عا يلي په مرتبه كي دي ، دخداي (ج) په وړاندي غوره هغه څوك دي چي خپل همنوع ته ګټه رسونكي وي و، هيڅوك يو پر بل لوړتيا او مرتبه نه لري مګر په تقوا اونيكو چاروسره.

ټول انسانان دخداي (ج) بنده ګان دي ، او دهغوي بهترين هغه څوك دي چي دخپل همنوع سره ښه چلند ولري او نيكي چاري ترسره كړي او دخداي بنده ګانو ته تاوان ونه رسوي ، په دغه برخه كي داسلام سپيڅلى دين په رو ښانه او واضحه توګه وايي چي دانسانانو غوره هغه څوك دى چي پرهيزګار ترين شخص وي .

دتاسف ځای دئ، چي زموږ ټولنه يوه اسلامی ټولنه ده، خو له ډېرو سره د معلولواشخاصو دحقونود درناوي او ملاتړ احساس نسته، دا ځکه چی دولت ګرم دی نه خپله دولت کوم اساسی پلان دمعلولو اشخاصو دبېاځواکمنۍ لپاره لري او نه د ټولني دعامه پوهاوی لپاره کار سوی دی ، دولت مکلفېت لري، چی دخپلو ټولو هېوادوالو له حقونوڅخه ملاتړوکړي، او هم د نړيوالو اسنادو پر اساس هم دافغانستان داساسي قانون پر بنسټ. دلته د سياسي او مدني حقونو د نړيوال کنوانسيون د يو څو مادو بيانول وړ بولم:

دسېاسی اومدنی حقون نړېوال کنواسېون په ۵۳ مادو افغانستان په ۱۹۸۳ مېلادی کال کی داپرېل ۲۴ مه لاسلېک کړېدی .

د سيا سي اومدني حقونو نړيوا ل تړو ن

دملګرو ملتونو د سازما ن د عمومي ټولني د۱۹۶۶ ميلاد ي كا ل ددسامبر د۱۶ مي نېټې تصويب

۲ماده:

۱: ددغه تړون لوري هيوادونه ژمنه كوي چي په دغه تړون كي ټول پيژندل شوي حقونه دخپل حاكميت او واكمني په پولوكي داستوگنووګړودپاره دتوكم،رنګ،جنس،ژبي، مذهب سياسي عقيدې يا نورو عقيدو، دټولنيزي او ملي منشا، نسب يا نوروحالاتو د نه پام لرلواوپرته له هرډول توپيرڅخه محترم ګڼي، تضمينوي يې او د هغوى درناوى كوي .

۲: ددغه تړون لوري هيواد ژمنه كوي چي دخپل اساسي قانون اوددغه تړون دمقرراتو له مخي دقانون جوړلو په اړه دتدبيرنونيول كوم چي په دغه تړون كي پيژندل شوي وي اومخكي دموجودو قوانينويا نوروتدبيرونوله مخي اجراشوي نه دي اوس ددغه تړون دموادو له مخي دهغوي په پلي كولو كي اقدام كوي .

۳:ددغه تړون هرلوري هيواد ژمنه كوي چي:

الف) داتضمين كړئ، چي په دغه تړون كي پيژندل شوې ازادي او حقوق ترپښو نه لاندي كوئ. د دغه حق دترلاسه كولو وسيلې او لاري چاري په ډاډه توګه رامنځته شي، هغه كسان چي رسمي دندي لري اوددندو داجرا كولوپه وخت يي دبشري حقونوڅخه سرغړونه كړي وي دسرغړوني مخنيوي دي وكړل شي .

ب) دا تضمين كړئ، چي قضايي واكمن مقا مات، يا اداري، مقننه، ياكوم بل مقام چي د هغه هيواد د قانون اومقرراتوله مخي واك ولري، د هغه چا په باره كي چي حق يي ترپښولاندي سوى وي هغه ته خپل حق بيرته وركړي او دظلم دمخنيوي په اړه دقضايي مقا ماتو واكونواوامكاناتو ته پراختيا وركړي.

ج) داتضمين كړئ چي واكمن مقا مات دهغو ظلمونو په اړه چي حقا نيت يي ثا بت شي بيرته په درسته بڼه هغه ادا كاندي

۲۵ ماده :

هروګړي په ټولنه كي ددې حق لري چي په دويمه ماده كي دراغليو تعبيضونو او نورومحديتونو څخه پرته ددې امكان تر لاسه كړي چي سو كا له ژوند ولري او:

الف) په مستقيمه توګه يادخپلو استاز له لياري دعمومي چارو په اداره كي ونډه تر لاسه كړي

ب) په پړاويزو ټاكنو كي چي په برابره او پټه توګه تر سره شوي وي ، او د ټاكل شويو كسانود ارادې ، اودبيان اازادي تضمين وكړي ، راي وركړي اويا ځا ن كا ندي كړي

ج) دبشپړو شرايطو سره سم د مساوي او برابروحقونوپه لرلوسره دهيواد په عمومي دندو كي ونډه واخلي

ددغسی اسنادو په لرلو سره بېاهم دولت هېڅ نه دی کړی دا اوسنی ضعېفه اوله فساد ډکه اداره څنګه کولاسی چی دافغانستان داساسی قانون سره سم دوګړو دسېاسی ، مدنی اواقتصادی حقونوملاتړوسی اوموږ وېنو چی دافغانستان اوسنې اساسی قانون کی دولت څه ټېنګ ژمنی له موسره کړېدی .

دوګړودحقونودساتني په اړه دآساسي قانو ن اړوندمادې!

لمړي فصل

دولت

۷ ماده :

دولت دملګروملتونو دمنشور، دبين الدول معا هدو، دنړيوالو ميثاقونو چي افغانستان له هغوى سره تړاولري او دبشري حقونو دنړيوالې اعلاميې رعايت كوي .

دوهم فصل

داتباعوحقوق او وجايب

۲۲ماده: دافغا نستان داتباعوترمنځ هررازتبعيض اوامتيازمنع دئ. دافغانستان اتباع ښځي اونارينه دقانون په وړاندي مساوي حقوق اووجايب لري.

۲۳ماده: ژونددخداي (ج) بخښنه اودانسان طبعي حق دي ، هيڅوك له قانوني مجوزۀ پرته له دې حقه بي برخه كيداي نشي .

۲۴ماده : آزادي دانسان حق دئ. دا حق د نوروله آزادۍ او له عامه مصالحو پرته چي دقانون دلاري تنظيميږي حدود نه لري.

دانسان آزادي اوكرامت له تيري خوندي دي. دولت دانسان دآزادۍ اوكرامت په سا تنه اودرناوي مكلف دئ.

۵۳ماده : دولت د شهيد انو او مفقو دينو له پا تي كسا نو ، د معلو لينو د بيا ځوا كمنۍ اوپه ټولنه كي د هغوي د فعا لې ونډې اخسنتنې په خا طرد ما لي مرستو اوروغتيا ئ خد متنو د تنظيم لپاره د قا نون له حكمو نو سره سم لازم تد بيرونه نيسي

دولت د متقا دينو حقوق تضمينوي او د زړو كسا نو ، بي سر پرسته ښځو او معلو لينو او بي وسه يتما نو سره د قا نون له حكمو نو سره سم لا زمې مر ستي كوي

۵۴ماده: كورني دټولني اساسي ركن دي اود دولت ترپاملرني لاندي ده. دولت دكورني اوپه ځانګړي توګه دموراوماشوم دجسمي اوروحي روغتيا دتامين. دماشومانو دروزني او داسلام دسپيڅلي دين له احكاموسره مغا يرورسومودله منځه وړو لپاره لازم تدبيرونه نيسي

۵۸ماده: دولت په افغا نستان كي دبشردحقونو درعايت دڅا رني ، ښه والي او ملاتړ لپاره ، دافغانستان دبشردحقونو خپلواك كميسيون جوړوي. هرڅوك كولاي شي دخپلو بشري حقونو دنقض په صورت كي دې كميسيون ته شكا يت وكړي ، كميسيون كولاي شي دآفرادو دبشري حقونو دنقض موارد دمربوطو قانوني څانګو ته را جع كړي او دهغوي له حقونو په دفاع كي مرسته وكړي .

خوپه تاسف سره بېا واېم چی هره ورځ دهرېو وګړی داولس۱۷ بشری حقونه څخه ېو حق هرومرو نقض کېږی بېکاری ، دمخدره موادو قاچاق اووده ، دخارجی قواوو به بمبارېو کی دبېګناه وګړو مرګ ژوبله ، اداری فساد، په ځېنوکورنېوکی دفقراوبېکارۍ له وجې شخړی تاوترېخوالی دکورنۍ ترمېنځ دمېرمنو ځان سوځنی ، دسره تاوترېخوالې په ځېنوسېموکی پرماشومانو جنسی تېری اوعاملېنوته دسزا نه ورکول ، اختلاس ،اختطاف ..... ددغوذکرو سوو اسناد پراساس دولت دکومودنقض مخه نېوله ده تراوسه، ددرو لسېزو دمعلولېت لرونکو وګړو زخمونه لا نه دی درمل سوی چی پدې ورستېو انتحاری حملو، چا ودنو او بمبا رېوکی په لسګونو نور وګړی معلول سوی دی ، دمعلولېت لرونکووګړو دنړېوال کنوانسېون دېو څو مادو ذکر پدې وړبولم چی نړۍ بېاهم دبشری حقونو دملاتړ په موخه ځېنی قوانېن تصوېب وی چی پدې ورستېو کی دمعلولو اشخاصو نړېوال کنوانسېون په ۵۰ مادو کی د۲۰۰۶ مېلادی کال ددسامبر به ۱۳ نېټه تصوېب کړېده او هېله کېده چی دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ېې ژر ترژره لاسلېک کړی اوددغه نړېوال تړون دپلی کېدو آمرصادرسی خو افوسس ..... ددغه تړون دېو څومادو ذکر.

دمعلوليت لرونكووګړو نړيوا ل ميثا ق (تړو ن ) (۵۰) مادې لري

د۲۰۰۶ ميلاد ي كا ل د د سا مبر۱۳ مه چي د۱۳۸۵ لمريز كا ل دقوس د۲۲ مي نيټې سره برابره ده تصويب سو ي دي !

۱ماده:

موخه

د دې ميثاق موخه، د ټولو معلولو کسانو له خوا، د ټولو بشري حقونو او بنسټيزو آزاديو د بشپړې او مساوي برخمنتيا د ودې، خونديتوب او تامين لپاره ده، تر څو د دوی د ذاتي درنښت او درناوي ته وده ورکړي. معلول کسان د هغو کسانو په ګډون چې اوږد مهاله فزيکي، ذهني، دماغي يا شعوري نېمګړتياوې لري او له بېلابېلو خنډونو سره د متقابل عمل په ترڅ کې، ښايي په ټولنه کې له نورو کسانو سره په مساوي توګه له بشپړې او اغيزمنې برخې اخيستني څخه بې برخې شي.

۳ماده:

عمومي اصول

د اوسني ميثاق اصول بايدپه لاندې ډول وي:

الف) د ذاتي عزت درناوی، انفرادي خود مختاري له دې آزادی سره چې، يو کس په خپلواکه توګه خپل انتخاب وکړای سي او د اشخاصو خپلواکي.

ب) د تبعيض له منځه وړل.

ج) په ټولنه کي بشپړه او اغيزناکه برخه اخيستنه.

د) د معلولينو ترمنځ د تفاوت درناوی او د بشر د تنوع او انسانيت د يوې برخې په توګه د معلولو کسانو منل.

ذ) د فرصتونو برابري.

ر) لاس رسی.

ز) د ښځو او سړو تر منځ برابروالی.

س) د معلولو ماشومانو د استعدادونو او دهغوۍ د حقونو درناوی کول، ترڅو خپل هويت وساتلای سي.

۴ ماده:

عمومي مكلفيتونه

۱-- غړي هېوادونه ټولو معلولو کسانو ته پرته له کوم توپيره د دوى د معلوليت پربنسټ، د ټولو بشري حقونو او بنسټيزو آزاديو تامين او وده په غاړه اخلي. په همدې ترتيب، غړي هېوادونه لانديني مسووليتونه لري:

۱په همدې ميثاق کې د راغليو حقوقو د عملي کولو لپاره د ټولو وړ، تقنيني، ادارې او نورو ګامونو منل.

۲بايد د ټولو هغو قوانينو، مقرراتو، دودونو او تمرينونو د بدلولو او فسخ کولولپاره، چې د معلولو کسانو په وړاندې تضاد رامنځته کوي، د قانون جوړوني په ګډون وړ ګامونه پورته کړي.

۳بايد د معلولو کسانو د بشري حقونو ساتنه او وده په ټولو کړنلارو او پروګرامو کې په پام کې ونيسي.

۴له هر راز لايحو يا تمرينونو سره د بوختيدو لپاره کوم چې له اوسني ميثاق سره په ټکر کې وي، ډډه کول او ددې ډاډ تر لاسه کول چې، دحکومتي چارواکواو ټولنو لايحې له اوسني ميثاق سره ورته والی لري.

۵د هر چا، موسسې يا خصوصي شرکت له خوا د معلوليت له مخې د تبعيض د له منځه وړلو لپاره د ټولو وړ ګامونو پورته کول.

۶باېد د عمومي بېان شوېو ژمنو، خدماتو، لوازمو او اسانتېاوو وده او څېړنه په غاړه واخلي، لکه څنګه چې، د همدې ميثاق په دوېمه ماده کې راغلي، کوم چې باېد تر ټولو کم امکان د سمون او تر ټولو لږ امکان د بېې په خاطر، د معلولو کسانو د مشخصو اړتېاوو د پوره کېدو لپاره وغواړي، تر څو د هغوۍ موجودېت او کارونې ته وده ورکړي او عمومي طرحې ته د معېارونو او لارښوونو په پرمختګ کې ګټورتېا ولري.

۶د معلوماتي او خبرتېايي تېکنالوژېو، خوځښتي مرستو، سامان آلاتو او مرستندوېو ټېکنالوژېو په ګډون د نويو ټېکنالوژېو په اړه کوم چې معلولو کسانو ته مناسب وي، د څېړنو او پرمختګ او د تر لاسه کېدو او کارونې د ودې په غاړه اخېستل او هغو ټېکنالوژېو ته لومړېتوب ورکول، د کومو چې داخېستلو توان ولري.

۷معلولو کسانو ته د نويو ټيکنالوژيو په ګډون د خوځښتي مرستو، سامان آلاتو او مرستندويو تيکنالوژيو، همدارنګه د مرستو د نورو ډولونو، ملاتړيزو خدماتو او اسانتياوو په اړه د تر لاسه کېدونکو معلوماتو وړاندې کول.

۸د هغو حقوقو له مخې کوم چې په همدې ميثاق کې راغلي، د مسلکى معلولينو مسلکيانو او کاري کارکوونکو د روزنې وده، ترڅو هغه مرستي او خدمات په ښه توګه سره تر سره کړي، د کومو حقوقو يې چي ضمانت سوی دئ.

۹ د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقوقو په پام کې لرلو سره، بايد د هېواد هر غړی، دا مسووليت په غاړه واخلي چې، خپلې موجودې سرچينې په هغو ځايونو كې چې اړتيا وي، اعظمي حد ته د رسولو لپاره ګامونه پورته کړي چې، د نړيوالې همکارۍ په کاري چوکاټ کې په بريالۍ توګه د دغو حقوقو تحقق وکړي، کوم چې دا به د هغو ژمنو په وړاندې کوم تعصب ونه لري، کوم چې په همدې ميثاق کې راغلي او د نړيوال قانون له مخې د فوري اجرا‌ء وړ دي.

۱۰ د همدې ميثاق د عملي کولو لپاره د قانون او کړنلارو د پرمختګ او عملي کېدو په برخه کي او په معلولو کسانو پوري اړوند د پرېکړو د نيوني د بهېرونو په مسايلو کي، غړي هېوادونه بايد له نږدې له فعالومعلولو کسانو او معلولو کوچنيانو او د هغوى له ممثلو موسسو سره سلا او مشوره وکړي.

۱۱ په همدې ميثاق کي هېڅ شی بايد په هغو شرايطو باندي، چې د معلولو کسانو د حقوقو د پېژندني لپاره په لوړه کچه ګټور وي، يا هم ښايي د غړي هېواد يا په نړيوال قانون کې کوم چې په هغه هېواد کې نافذ وي، اغېزه ونکړي. بايد د هغو بشري حقونو او بنسټيزو آزاديو په وړاندې كوم چې د همدې ميثاق د غړو هېوادونو لخواپه رسميت پيژندل شوي، هېڅ ډول بنديز يا فسخ د قانون، ميثاقونو، مقرراتو او دودونو له مخې، په دې بهانه چي، همدا كنوانسيون دا شان حقوق او آزدي په رسميت نه پېژني او يا يې هم په ډېره كمه اندازه په رسميت پېژني، تر سره نه سي.

۱۲ د دې ميثاق شرايط بايد د فيډرالي دولتونو ټولو برخو ته، له هر ډول محدوديت او استثنا څخه پرته وغزول سي.

که د دغسی قوانېنو پلی کول امکان ونه لری، نور ملي ملاتړونه سته چي د معلولو اشخاصو د حقونو ملاتړ او درناوی وکړي.

ساده مثا لونه يي دادي:

· معلولو اشخاصوته په بدو الفاظونوم نه وركول، د سړك د تېريدو پر مهال له هغوى سره پوره مرسته كول، په ملي بس يا نورو نقليه وسا يطو كي د نا ستي لومړيتوب معلول کس ته وركول، د معلول شخص څخه د هغه د جسمي نيمګړتيا له وجي كركه نه كول او په ټولو خوښيو كي معلول اشخا ص له ځا نه سره شريكول، په ټولنه كي د معلولينو د ژوندانه د چارو د لا ښه كېدو لپاره د حكومت له خوا ټوله اسا نتيا وي برابرول.

  • د ذکات پيسې په يو منظم ډول سره را ټولول او له ګردو، ټولو سوو پيسوڅخه دمعلولينو لپاره دحرفوي زدکړو د مرکزونو جوړل، کوچني پورونه ورکول، چي بايد په ورکول سوي پور خپل د ورځني ژوند اقتصادی چاري پياوړي کړي او د ګټو په لاسته راوړلو سره بېرته هغه پور د لسومياشتو يا يوه کال په موده کي مسوول ارګان ته ورکړي .
  • د معلولينو د حقوقو د درناوي په موخه، په مساجدو کي د ديني عالمانو تبليغ کول .
  • ملي قوانين پلي کول.
  • خپلو کوچنيانو ته دا ور زده کول، چي په کوڅه اومحل کي مو کوم معلول همسايه وي، د هغه شخص ماشومانو ته د ګوډ يا شل زوی و نه وايي، ځکه چی اکثرمعلول اشخاص له دغسی بدو کړو سره مخ دي او ځني ځورېږي.
  • ملي پا ليسي په لاره اچول او معلولينو ته د قرض الحسنو ورکول.
  • د ټولني د وګړو د عامه پوهاوي په موخه د تلويزيوني پروګرامونو جوړول.
  • له معلولينو سره د کورونو د کرايې په برخه کي مرسته کول او يا که د ځينو شتمنو اشخاصو له خوا په وړيا توګه کورونه ورکول سي، نو په دې سره به هم خداى خوشاله سي او هم به د ټولني له يوه خاص قشر(معلول) سره مرسته سوې وي او همدا ډول داکترصاحبان د بې وزله معلول دناروغۍ په خاطر د خپل فيس نيم اخيستل، يا هم فيس نه اخيستل، د درملتونو خاوندان د دواوو په بيه کي له معلول شخص سره انصاف او مراعات کول.
  • د دولتي او غيردولتي فابريكوفعاله كول اوپه دې فابريکوکي معلول شخص ته د هغه دتوان په اندازه دکارلمړيتوب ورکول، يا د معلول د کورنۍ يو غړی په کار ګمارل ... نور ډېرڅه دلېکولو لپاره سته خودحضرت سعدی صاحب په دغه بېت سره بسنه کوم، چي:

توکزمنت دېګرا ن بې غمی نه شاېد که نامت نهد آدمی .

صاحبزاده نالان