دجنګ او نفرت ډالۍ!

هره ورځ پرخپل ټاكلي وخت دښار ديوه ليري ځاي څخه ديوه ستر مقصد په لورحركت كوي دي هرڅه ويني او هرڅه اوري خو دي هيڅوك نه ويني او نه يي د لكړي ږغونه اوري ، درانه درانه ګامونه اخلي او لكړه لګويي اوس نو دلاري ټولي لوړي او ژوري ورته معلوم دي.

هوځكه لكړه لګويي چي سپاړس كاله مخكي يي دژوند هغه نعمت لوټ سوي دي كوم چي له هغي ورځي را هسي يي نه بيا دښكلو ستورو نه دښكلي سپوږمۍ ننداره كړيده دسترګو ما ڼي يي دجنګ او نفرت يوي سرې ګولي ورانه او تاريكه كړي ده خو دي دزړه په سترګو دټولني ټول ناخوالي اوس ويني او هم يي اوري نو ځكه وايي چي دومره مي خپل نا بينايي نه ځوروي لكه په ټولنه كي چي مي بي رحمي اوبي قانوني ځوروي ، دكلونو په اوږدو كي مي صبركړي وو او خوبونه مي ليدل او دا به وايه ځه خير دي كه مي سترګي دجنګ قرباني سوي دي خو يوه ورځ به دسولي او ميني په فضا كي ژوند وكړم او ټولنه به زما درنښت لري ځكه چي زه هم دنورو پشان دخداي (ج بنده او انسان يم ، بلي دانتظار شيبي مي پاي ته ورسيدي ديوي نوي نظام دنغارې اواز مي تر غوږو سوه چي دا نظام يو قانون منده او دبرابري نظام زيري راوړي دي دهيلو غوټي مي وغوړيدي يوه نوي سا ء مي وكښله او داسي هوډ مي وكړه چي زه كه دسترګو نا بينا يم خو دپوهي او علم نا بينا نه بايد ووسم په پو ښتنون پوښتنو مي يو ځاي څرك وموند چي زما له كلي ډير ليري دنا بينايانو لپاره زمينه برابره سوي ده چي زدكړه وكړه ... ديوسوړسا په كښلوسره آ هي تاسو نه پو هيږي چي زه ددې خبري په اوريدلو سره څومره خوشاله سو ي يم چي يوازي زه او پاك رب پو هيږو ، ځكه چي دزدكړي په لاسته راوړلو سره هرانسان دجهالته خلاصږي ځكه چي په جهالت كي هيڅ عمل دمنلو وړنه وي وپاك رب ته او زه به هم دزدكړي په لاسته راوړلو سره په عالم كي به مي درنښت كيږي ، زه داسي خيالونو وهڅولم چي بايد زدكړه وكړم او هلته د نا بينا يانودزدكړي په مركزكي به څومره زما درنښت كيږي هر سهار په يو ښكلي موټر موږ نا بينا يان به ديو مهربانه موټر چلونكي په واسطه دنا بينا يانو ومركزته رسوي او په هغه مركزكي به څومره مهربانه ښوونكي وي او په هغه مركزكي به زموږ نا بينا يانو لپاره څومره اسانتياوي په نظركي نيول سوي وي او كله كله چي موږ نا بينا يان په كوڅو او سړكو كي روان يو ټولنه به څومره زموږ درنښت كوي او يا هم كله چي هغه زموږ موټر يو ورځ نه وي راغلي كوم چي هره ورځ ما بيايي دزدكړي تر مركزه او كله چي زه دسړك پرغاړه دموټر و را رسيده ته ا نتظار با سم او دغه خلګ چي په ښكلو او قيمتي موټرانو كي سپاره دي او دموټرانوڅخه يي دموسقي ږغونه او دعطرو بوي راو ځي يودم به يو مهربان شخص موټر راته ودروي او وه به وايي حافيظ سلام عليكم چيري ځي راځه سپور سه چي زدي ورسوم، دي مي خپله تر لاس نيسي او په موټركي په مي كښنېوي او پرلاري به راسره خوږې خوږې كيسې كوي ځكه زموږ ټولنه يوه اسلامي او انساني ټولنه ده مرسته او خواږي دهر مسلمان شرعي او انساني وجيبه ده او داسلام سپيڅلي دين يوټولنيز دين دي ، هو دلته به مي ټولنه ملګري وي هلته به مي حكومت ملاتړ كوي او زما د بيا ځواكمني لپاره به ګړندي ګامونه پورته كوي لكه چي دتفريحي پاركواوماركيتو لپاره پروژې منظوريږي او پيسې وركول كيږي ، بلي دا هم يو حقيقت دي چي هر هيواد دجنګ ورسته سړكړنه او تعميرونه يي و بيا روغوني ته اړتيا لري خو كه دهغه هيواد وګړي وبيا روغولو ته اړتيا ولري نوڅه بايد وسي .....

خواوس افسوس! افسوس پوره ښپږ كاله كيږي تيريږي يوازي دو كسانو بدلون كړي دي شتمن لا پسي شتمن شوي دي او زور واك لا زور واكه سوي دي. بيرته نا هيلي سولم اوس مي بيا له ځانه سره جنګ دي و ايم ولي دي خوبونه ليدل ولي ؟ دي د نا بينا يانو په مركزكي دي ځان شاملوي ولي ؟ درواغ وايي چي هغه د نا بينا يانو دزدكړي مركز دي هلته خو يوازي ته يي او ستا دروغجن خيالونه ولي ؟ ځان خطا باسي ښپږ كاله كيږي په زرګونو ميله ليري د خپل كلي څخه دښوونځي دتلو په بهانه يوه خيرنه بسته وغاړي ته اچوي لكړه لګوي چي ځم ودرس ته تا په دا ښپږ كاله چي هغه د( بريل) خطونه دي زدكړي دي چا درته وويل چي شا باس چا درته وويل چي زه دي دهر ورځي دلاري كرايه دركوم ته دي خپل درسونه ووايه بد بخته ته خو نا بينا يي ستا په خپل كور كي لا عزت او قدر نسته ته دټو لني څخه شكايت كوې ته خوسترګو نه لرې چي دالله ج دښكلي نړۍ ننداره وكړې ته بايد په يوه ګوښه كي كښنې دخلګو څخه ليري او دژوند دټولو نعمتونو څخه بي برخه يي ،دژوندنعمتونه خو دسترګولرونكو كسانو لپاره وي ته څوك يي ؟

دسوزه يوه (خندا)تا خو خپله توپك را واخستي او سترګي دي په يوه سره ګولي له مينځه يوړه! د(سوزه) ما ډير ژړلي دي اوس مي ژړا هيره سوي ده اوس مي ژړا او خندا دواړه يو شا نته دي ځكه چاته وژاړم اوس خو آ دپرون هغه كس چي سرې ګولي اورلوې اوما غوندي ډير انسانان يي نا بينا او معلول كړل او س هغه كس زما استازي دي بيا يي هغسي لوي لوي وعدې كړي وه تا سي ما وټا كي نور نو زه مو په چويړ كي يم ...

اوس چيري يي دژمنو سالاره زه اوس د يوه وخت ډوډوي خوړلو وس نلرم زه د يا داښتونو دقاموس څخه وتلي يم زه د ړندو دښار نا بينا يم زه دكڼو دشار موذن يم ...... والله چي ددې نا بينا ځوان دې ورسيتو فريا دونو زه وژړلوم او په اخير كي دلوي (جهاني ) دا بيت راته ووايه

دسرونو په بازار كي چي څوك زر خوري

عاقبت به په هغه بازار كي سر خوري

صا حبزاده نالان