تاسي پيسي څه په كوي؟
ددوبي يووخت و كوم چي ټول مسلمانان له خواږه خوب را پاڅيږي اوپه ړنو اوبو مخ لاسونه او نور اندامونه پريولي او په عاجزئي سره دهغه سپيڅلي اوتل پاتكيدونكي زات سره رازو نياز كوي.
نو هغه سي يو صادق سهار وو شفق د توري شپي ترپلي په زړه والتيا رارسيدلي وو زه هم د تل په شان راجگ سوم څادر مي په اوږو كړ او د بسم الله په ويلو سره له بامه راكښته سوم د سراي انگړ چي مي طي كړ دسراي دروازه مي پرانيسته كوڅي ته راووتم او دروازه مي په شان پوري بنده كړه او دخپل مقصد په لور روان شوم كوم چي هلته د پاك رب د ملاقات لپاره كوم حصول بايد ترسره سوي واي ، هغه سهار كښي هوا هغه هوا وه چي زموږ اسلامي روايات وائي په جنت كي تل داسي هواوي لكه دلته چي دسهار د لمانځه وخت وي نو هلته څه وړاندي يوه كوچني وياله بهيده چي دخداي په رحمت دسپينو زرو پشان په ړنو اوبوسمبال وو.
زه په مينه دهغي ويالي په لورى تللم چي داسلام دستر لارښود حضرت محمد(ص) دسپيڅلي لارښوني سره سم د اودس په كولو سره دلمانځه اداينه وكړم خو ويالي ته لا نه وم رسيدلي چي په اسمان كي يوه بريښنا وسوه او تر هغه وروسته نري خوشبوي نسيم هم دماشوم په څير په خپلو نازكو قدمو نڅا كوله او ونو په خپلو پاڼو لاسونه ورته پړه كول خوزه دخپل ستر مقصد و لوري ته تللم د لاري نيمائي ته ورسيدم چي هلته ددايري غوندي يو پراخ ځاي و هم هلته مي وليدل چي دكاغذانو دټوټو په شان كوم داسي شيان د پاسه راتلل لمړي مي داسي فكر سو چي كوم څرخك باد به د كاغذانو ټوټي له كومه ځايه راوړي مګر هغه سي نه وو نو مي دكاغذانو د ټوټو څخه يوه ټوټه راپورته كړه كه مي كاته هغه دپيسو يو لوټ وو ژرمي په فكركښي داسي څرګندوني وسوي چي دچانه به لويدلى وي يابه په كوم بانګ كي به چا دونه سوي وي بيامي ويل دابه يو لوټ وي خو بله ټوټه مي راپورته كړه هغه ه ددابلي پشان لوټ وو په دغه سو چو كي يم او ژر ژر دغه لوټونه راټولوم ځكه نن صبامي دغو كاغذ ډوله لوټوته ډيره مادي اړتيا درلوده زه دټولو په ټولو بوخت وم چي ناڅاپه د موټرانو ږغونه سول په بيړه مي سر راپورته كړ لوړ چي مي وكتل څلور اعرادي ډير قيمتي موټران ولاړ وه وروسته له هر موټر څخه په سپينو كالو كي څلورتنه ډير چاغ كسان را كښته شول چي په ځانګړي توګه نسونه يي ډير چاغ او راوتلي وه دغه څلور تنه په داسي حال كي چي ستمي كوي په منډه زماخواته را ټوپ كړه او دوي وويل هلكه څه كوي ؟ زه چه! حيرت وهلي وم نو مي هغوته وويل پيسي ټولوم هغوي ټولو وخندل او راته وويل ځه ولاړسه خداي دي خواركړه ته پيسي څه په كوي؟ خو ما ددوي و دغه پوښتونو ته ځواب ونه وايه او بله داسي پوښتنه مي له هغوي څخه وكړه صاحبانو تاسوته پدي خړ سهار څه در پيښه ده چي دلته راغلي ياست هغوي بيا وخندل او وي وويل موږ ته ډير څه را پيښ دي ځكه دلته پيسي دي! بياما هغوته وويل ښه داهم راته معلومه ده چي دلته پيسي دي هغو وويل هو پيسي او زياته يي كړه موږ به څنګه نه خبريږو موږ خو د پيسو مريدان يو په پيسوكي پيداشوي يو په پيسوكي روزل سوي يو مينه قلبه او عبادت مو پيسي دي موږ دنړي د هر هيواد پيسه پيژنو لكه څنګه چي څينى ځيناور دخپلي خوښي خواړه په بوي پيداكوي هم دا شان موږ پيسي په بوي پيداكوو بيامي دهغونه داسي پوښتنه وكړه صاحبانو تاسي دومره پيسي څه په كوي هغو وويل پيسي پيسي! لمړي داچي پيسي زموږ د هرډول ناوړو اعمالو پر بد رنگو څيرو د عزت پردي دي دوهم داچي موږ كه په ټولنه كي هر ډول بشري او انساني ضدعملونه وكړو دغه پيسي دي چي په دغو جرمو كښي راسره مرسته كوي بل دپيسو په درلودلو سره قاضي صاحب مو هم خپل سي څارنوال صاحب مو هم خپل سي او همدا شان نور خلګ هم سته چي پيسي موږ لرو مګر عزت اوصفت مو دوي كوي! خو ددي دغو خبرو ته ما داسي يو جواب او داسي پوښتنه وكړه؟ هو هغه خلگ چي دثروت لپاره تاسو عزت و ستاينه كوي هغه بي ضميره كسان دي او پوښتنه مي دادي صاحبانو نو تاسي پرته له دغو كارو او پيسو نه نوري گټي څنګه لاس ته راوړي؟
هغو بيا په خندا سره جواب راكړه موږ ډيرى گټي پيژنو موږ كولاي شو په لږو پيسو ډيري گټي وكړو د بيلګي په ډول د پاكستاني كمپني سره د دواوو قرارداد كوو او هغه پاكستاني كمپني موږ ته ارزانه ګولي و شربت راجوړوي چي ګولي ساده سپين ګچ او شربت هم ساده رنگ داره اوبه دي دلته يو ډاكتر پرتوكولي پيدا كوو چي سم دلاسه ګولي او شربت په دغو نادانو او مجبورو خلګو مصرفيږي چي د شپږ مياشتو په قرارداد كښي پاكستاني كمپني په امتياز كښي يوه عراده موټر راكوي بيا نو ددغو پيسو په گټه ترياك رانيسو او هلته دهيواد پرپولو نور ملگرى لرو چي هغه ترياك په ښه بيه پرنور موږ پشان دهيواد داړه ماران پلوري بيا دهغوي پيسو په گټه دښارپه ښو ښو ځايوكي ځمكي رانيسو دسوداګري ماركيټونه پر جوړ وو او همدا شان پر هغو ښو ځمكو سرايونه جوړه وو يايي په ډالرو پلورو او يا په كرايه وركو همدا شان د موټرانو شورم جوړ وو هره پلا ددبي څخه شپږ سوه اووه سوه موټران وارده وو بيا نو هغه دي څلور ودونو كوو لس واره حج ته ځو هلته بيا په سعودي عرب كي موږ ته معلوميږي چي كوم جنس له ځانه سره راوړو چي بيرته د حج د مصارف د پيسو جبران په وكړو هغه دي چي ټوله ژوند مو په يكتا پرستي او خوښيو كي تيريږي دنيا ميلمه كوو ..............!!!
خو بيا ددوي دخپلو خبرو وروسته زما څخه و پوښتل چي ښه ته نو پيسي څه كوي؟
ما په ډير مايوسي هغوي ته داسي جواب وركړى نه زه خو ستاسي پشان داسي لوي كارونه نسم كولاي او زمالږ پيسي پكاردي څنګه زه غواړم هلته زموږ دهيواد يو تكړه استاد چي ده خپل عمر نمائي ددي هيواد بچانو په روزنه كي تيره كړيده دمعارف په اسمان كي يو ځلانده ستوري دي مګر اوس تورو وريځو پټ كړي دي او د فلج د مريضي په نامرده بستر كي پروت دي دوا درمل لاڅه كوي چي ساده ديوي پوښتني مينه وال هم نه لري لمړي غواړم چي ددغو پيسو نه دهغه استاد درملنه وكړم دوهم د كور د اقتصادي چاري او ستونزي مشكلات ور رفعه كړم تر څو دغه استاد هم وكولاي سي دنورو پشان دعزت و عظمت ژوند ولري او وروسته غواړم د يوي بيوزلي ښځي چي دوي لوڼي لري او ددغو خويندو پلار د جنګ او نفرت توري بلا د ابد لپاره له ځانه سره وړي دي دا ميرمنه او معصومي لوڼي دفقيري او د تنګدستي له امله ددرس اوتعلم څخه محرومي دي ځګه دوي ساده ښونځي د كالو لپاره پيسي نه درلودلي نو پدي اساس د ښوونځي او تعليم څخه بي برخي پاته دي او ددوي مور په چهارسو كي زاړه كالي خرڅوي هغه هم نه كيږي ځكه ځني وخت دځينوكسانو لخوا دغه بي وزلي ښځي وهل كيږي چي تاسو سړك بند كړي دي زه غواړم له دغو پيسو نه دهغه بيوزلي ميرمني او اولادونه يي اقتصادي و ضع سمه سي چي دا ميرمنه هم دشتمنو ميرمنو پشان ديوي ښځي پشان ژوند ولري نه د يوي مزدوري او ...... همداشان د هغي معصومي لوڼي تعليم وكي چي خداي نكرده دغه خويندي په ټولنه كي د عاطفي ماتو پر اساس په ( رو سپى ) ښځو بدلي سي او هم غواړم د فرياد په نامه يوه مجله خبره كړم چي ددي مجلي موخه به داسي يو فرياد وي چي د متكبرانو ، رشوت خورانو او قاتلانو د كڼو غوږو پردي څيري او دوي د سوي له خوبه راويښ كړي او دا فرياد به تر اسمانو ځي او د پيسو په قربانۍ يو انساني نظام را منځته سي داسي يو نظام چي ټوله پكښي د انساني كرامت پر بنسټ ولاړ وي ټوله روغ انسانان سو نور نوخپله ناروغي بايد درمل كړاي سو هغه ناروغي چي ته څوك ئي او زه څوك يم زما ژبه ښه ده ستا ژبه خرابه ده زه د ښي قبيلي يم ته نه ئي زه تا نه پريږدم د پرمختګ لپاره او ته ما نه پريږدي ........غواړم داسي يو نظام راسي د پيسو په قرباني سره ځكه زه انسان يم او په سپيڅلي قرآن كښي الله ج ماته د خپل خليفه لقب راكړي دي د مځكي پر مخ نه غواړم د دنيا په بد بويو مادياتو ككړ و اوسم خو كله چي زما خبري پاي ته ورسيدي هغو ټولو په لوړ آواز مستي مستي خنداوي كولي ددوي په خنداوو كښي د غرور او جهالت لمبو ژبي او داړي ايستلي وي هو هغو خنداوو زه ډير و قهرولم نو مي په هغو ږغ وكړ د خداي په خاطر بس كي نور دا د تكبر نغاري قيامت در په زړه كي چي خپلو دغو چغو د خوبه راويښ كړم سترګي مي په خپله سپيره كوټه ولګيدي چي هغه د پيسو باران هم نه وه هغه يوازي تش خيالونه او خوب وو مګر هغه خنداوو مي د غوږو شپيليو كي پايكوبي كوله .
صاحبزاده نالان په کال 1382 دشپی یوه بجه