داخوب نه دی
يومين د شپې خوب وينــــي
چي قيا مت دي لوي عـــــذاب دي
فيصلې درب شـــــــــــروع دي
د هرچا سره حســـــــــاب دي
دي د خلګو لو ي پوځــــــــونه
د هر چا بيل ګــــــــــــا هو نه
په قوم څوك يې په قوم څــوكم يم
هيڅوك نكړي دا ســــــــوالونه
آ چــــــــــي زور او زورورو
اچي خان او ښــــــــــكرور و
دي د ځان په غم اخــــــــته وي
ورنه هير زر اوزيـــــــــور وي
دجا هل زاهد مخ تـــــــوروي
دتوبو وزن كمـــــــــــزور وي
دخيرن لاسوتســـــــــــپو كي
ورته پا ته دومــــــــره زور وي
د عذاب فريشـــــــــــتو واړو
سموله كــــــــــــــــتارونه
زلزلې وي غــړغــــــــړې وي
په دوږخ كي تو پا نـــــــــــونه
د هر چا بيل ګنـا هـــــــــــونه
و هر چا ته بيل اورونـــــــــه
د هر چا بيل حا لتونــــــــــه
د هر چا خپله ګنــــــــــاه وي
د هر چا خپله ســـــــــزا وي
نه رشوت وي نه قوميــــت وي
د هر چا خپله وينـــــــــا وي
په زرو ګنــــــــــــاه كا ران
ولاړ وي لمر ته ګـــــــــر يان
دا ټولۍ شرا بخـــــــــوران دي
دا ټو لۍزنا كـــــــــــا ران دي
دا ټولۍ رشوت خـــــــوران دي
دا ټولۍ ظا لم قا ضـــــــيان دي
دا ټولۍ ريا كــــــــــا ران دي
دا ټولۍ جنګ ســـــا لا ران دي
دا ټولۍ بيا مــــــــغروران دي
دا ټولۍ هغه قاريـــــــــان دي
چي قرائت يې وه و مړو تـــــه
دا ټولۍ هغه اشــــــــراف دي
چي ټيټ سوي وه پيشو تـــــه
دا ټولې عبث كــــــــاران دي
څوڼه وردي مريـــــــدان دي
يوه ډله هفه بيـــــــــنګ وه
چي دنيا كي وه پــــــــــيران
دا رښتيا هغه محــــــــشر دي
چي قران كي يې خبــــــر دي
په رښتيا چي يا غي لــــــمر دي
نه خلوت سته نه سجدې ســــته
نه پر ژبه افسا نې ســـــــــته
نه ذكرونه نه حلقې ســــــــته
ځمكه سوځي سره تبــــــۍ ده
څوك نه پيژني پـــــــــردۍ ده
سيوري نسته د پــــــــــــنا
غاړه خپل دلاس زنــــــــدۍ ده
خودعرش تر سيوري لانــــــدي
څه نا څه كسان راټـــــــول دي
وچ ډنګريې بدنونــــــــــــه
خوښايسته كسان را ټــــول دي
چي ښه ورلم نژ دې ســــــوم
په پوښتني د كسې ســــــــوم
حيرت وړي يم حيران يــــــم
په تعجب دنندارې ســـــــــوم
را څرګنده سوه د ســــــــــتي
چي سپېڅلي انسانـــــــــان دي
دوي د بــدر ، كـــــــــــــربلا
ا سپېڅلي شهيـــــــــــدان دي
دا ډنګر وچ بدنونـــــــــــــه
دا ضعيف دي اندامونـــــــــه
يوڅوتنه تر دي بيــــــــــل دي
ولاړدي غټ غټ نسونــــــــه
نه سوم پوه چي اســـــــرار دي
دوي تر دوي څنګه تيــــــار دي
ما ويل دوي خو شهيـــــدان دي
نور پرڅه د لتــــــــــه ولاړ دي
هغو سپنو خيــــــــــــټورو
هغو چاغــــــــــــوږيرورو
ويل زموږ هم مر تبه ســــــــته
موږ هم داسي زورور يـــــــــو
ما ويل دوي خو شهيــــــدان دي
دوي دخداي ستر كســــــان دي
دوي وركړي دي سرونــــــــه
دوي دحق پر نوم قر بـــــــان دي
دوي ځا نونه سوځــــــــــول
دوي ميدان ته را وتـــــــــــل
ظا لما ن يې ټــــــــــــــكول
دوي دتور و په ميدان كــــــــي
سره پراته لكه ګلونـــــــــــــه
دوي دغشو وباران تـــــــــــه
وه سپر كړي ځګرونــــــــــــه
دوي دشا ويشتلي نــــــــــه دي
نه د ښتي شهــــــــــــدان دي
د محراب ذا كران نــــــــــه دي
دخلوت مريضان نـــــــــــه دي
ددوي داسي مرتبـــــــــــــه ده
ددوي داسي دب د بـــــــــــه ده
ددوي داسي ميــــــــــــخا نه ده
ددوي داسي زلزلـــــــــــــه ده
تا سي ووايا ست پر څــــــــــه
لري داسي مرتبـــــــــــــــه
مادي غوږ درته نــــــــــــيولي
تاسي ژر وكي كيـــــــــــــسه
خېټورو په انـــــــــــــــــداز
په كسې سوله اغــــــــــــــــاز
ويل ولي ؟ نه لـــــــــــــــــرو
مرتبه ددوي پـــــــــــــــــه راز
موږ كوله په دنيا كــــــــــــــــي
ددوي غوندي ثوابونـــــــــــــه
هم به مو كول نفلو نــــــــــــــه
دجمعې په ور ځ غسلونــــــــــــه
هره ورځ سل ا ستــــــــــــغفا ره
سپين كا لي تسپې په لاس كــــــــي
په ځا نومو وه عطرونـــــــــــه
نه د چا سره مو كــــــــــــار وو
نه كار ګر و نه تجــــــــــــار وو
خپل خلوت خپل مو ذكرونـــــــــه
بس د غه مو كارو بــــــــــــار وو
دا د ذكر نتــــــــــــــــــيجه ده
مسا وي مو مر تبــــــــــــــه ده
د شهيد او عا بـــــــــــــد دواړو
د ثواب تله درنــــــــــــــــه ده
كه جنت او حوري غــــــــــواړې
كه د ژوندشكري غــــــــــــواړې
بس كوې به ډير نـــــــــــــفلو نه
د جمعې په ورځ غــــــــــــسلونه
د خلوت خوب چي پريــــــــنږ دې
ځا نه ته غـــــواړه ثوابونـــــــه
و هم دې ته موږ پيـــــدا يــــــــو
چي ذ كرونه پر تســــــپو كـــــــړو
لوږه جـــــــهل يا وي ظلــــــم
موږ خوبونه تر غر مــــــو كـــــړو
صاحبزاده نالان