دبشریت دژغورنکی په یاد
خوب وینم عالمه کې څوک راکی مانه
وینم عدالت څپې څپې دی مستانه
......
خوب وینم اسمان کی فرشتې اومشعلونه دی
ټول دحق نبیان دی زمزمې دی تکبرونه دی
بزم دمحمد(ص)دی په جنت کی مجلسونه دی
حوری دی غلمان دی دکوثرپرمیخانه
خوب عالمه کې څوک راکی مانه
......
خوب وینم ږغ پورته دعباس علمداردی
مست میدان ته درومی دعلی اکبر تلواردی
مستوغورځنګوته شهزاده قاسم تیاردی
سوځی په محراب کی دسجودیو ترانه
خوب وینم عالمه کۍ څوک راکی مانه
.....
خوب چی عدل دعلی ږغ ېې اسمان ته ځی
زوی دفاطمې توره دحق لری جانان ته ځی
جنتونه ویاړی چی بیاشاه حسین میدان ته ځی
وینم ملحدان سوځی په اور دانه دانه
خوب وینم عالمه کی ځوک راکی مانه
.......
خوب وینم کربلاچی دسرونوپیمانې ویشی
شمرلعین وینم پښولاسوته زولنې ویشی
مځکی اورآخستی اسمانونه غلبلې ویشی
سرې لمبې دی ګرځی دزینب پراشیانه
خوب وینم عالمه کی څوک راکی مانه
......
خوب وینمه حردعدالت په می بیتاب ښکاری
راسی وامام ته به تعظیم کی یی حجاب ښکاری
تندری زلزلې دی دیزیدپرکورعذاب ښکاری
نسل یی ورکیږی دیزید دخیل خانه
خوب وینم عالمه کې څوک راکی مانه
.....
خوب وینم چی فوځ دفرشتې ټوله چوپړکوی
خپل عاشقان غواړی رب خیرات خم دکوثرکوی
وینم کربلاچی تصویرونه دمحشرکوی
محودی قصرونه ظالمان دی افسانه
خوب وینم عالمه کی څوک راکی مانه
.....
خوب وینم تږی حلقونه ژبه دقران وایی
تږی ماشومان دی ټوله ذکردسبحان وایی
زوی دعلی مست دی ابوالفضل چی جهان وایی
پرې ېې سول لاسونه خپل په عشق دجانانه
خوب وینم عالمه کې څوک راکی مانه
......
داخوب تعبیریږی حسنییان ټوله نالان دی
نوردخدای اوریږی داستعمارقصرونه وران دی
سرټیټکی ټوله تردې یوغ لاندی خزان دی
عدل ته نسکوروی تل دظلم پیمانه
خوب وینم عالمه کې څوک راکی مانه
وینم عدالت څپې څپې دی مستانه
د۱۳۸۳کال دمحرم الحرام دمیاشتی په ویاړ
صاحیزاده نالان